د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریاست لپاره نوی رئیس وټاکل شو

6 سرطان 1403

12339.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء د محترم مقام په منظورۍ، ښاغلی مصطفی نبي خیل د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریاست د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او د کابل ښاروالۍ مقام دفتر د رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له لوري خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو. په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د یادې ادارې د مشرتابه ټولې لارښونې په ځانګړې توګه په معیاري توګه د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو په برخه کې بیان کړې او ویې ویل: د نوي رئیس په ګمارنې سره به د یاد ریاست په چارو کې مثبت بدلون راشي او په چارو کې يې د مسؤلیت منلو او رښتینولۍ په اصل ټينکار وکړ . ښاغلي نبي خیل د کمپیوټر ساینس او د مسلکي محاسبې په برخو کې لوړې زده کړې ترسره کړي، او په مالي او عوایدي چارو کې غوره تجربه لري.د يادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ څه باندې ٣٠  عوایدي سرچينې لري، چې پربنسټ يې ښاري چوپړتیاوې وړاندې کېږي