الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړولو له ۵ پروژو څخه څارنه وکړه

7 سرطان 1403

12341.jpg (1820 × 1024)

پر وخت او ښه کیفیت د چارو د ترسره کېدو په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي سړک، د احمدشاه بابا مېنې د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶م بلاک ترمنځ د نښلوونکي سړک، د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل- جلال آباد لویې لارې تر اوږدو پورې، د قلعه شانان له سړک، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي سړک، او له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړېدو له چارو څارنه وکړه او د کار پر کیفیت او چټکتیا یې ټینګار وکړ. کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه ترڅو د سړک جوړونې پروژو په پلي کولو کې له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي، له فرصتونو او سرچینو څخه سالمه ګټه پورته کړي او د پروژو له بېلابېلو پړاونو څخه دې پر وخت تخنیکي او فني څارنې ترسره شي. دغه راز کابل ښاروال پر قراردادي شرکتونو ټینګار وکړ چې، د پروژو په پلي کولو کې دقت او د کار چټکتیا ته پام وکړي، دغه راز د کار دتر سره کولو پر مهال  دې د خوندیتوب مسایلو، د اوبو شیندلو، او د اضافي ودانیزو توکو لېږدولو ته غوره تدابیر په پام کې ونیسي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروال تل د ښار په کچه د پروژو له کار څخه څارنه کوي ترڅو ښاریان د آباد کابل د درلودلو هیلو ته ورسیږي او د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي