الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په علا‌ءالدین پارک کې د لمانځه ادا کولو ځای(مصلی) د بنسټ ډبره کېښودل شوه

7 سرطان 1403

12349.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له لوري د شپږمې ناحیې اړوند په علا‌‌ءالدین پارک کې د لمانځه ادا کولو ځای (مصلی) جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې هکله وویل: دغه ځای په کلاسیکه بڼه چې، د کلتوري او اسلامي ارزښتونو ښکاندويي کوي د یوه خیر غوښتونکي هېوادوال په مرسته په (۱۰۰) متر مربع ځمکه کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت په معیاري توګه جوړیږي چې، چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي. د لمانځه ادا کولو لپاره دغه ځای په آزاده فضا کې (۱۰ په ۱۰) مترو کې په دایروي بڼه جوړیږي چې، ښاریان به ترې د لمانځه ادا کولو لپاره ګټه پورته کړي