د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۳ کال د پرمختیايي پلان د پلي کېدو په اړه تعقیبي غونډه ترسره شوه

7 سرطان 1403

12351.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، د ۱۴۰۳ کال د پرمختیايي پلان د پروژو پلي کولو په اړه تعقیبي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه؛ کابل ښاروال د سړکونو د عملي چارو پیلولو، په چکټیا سره د تدارکاتي پړاونو د ترسره کېدو، د سړکونو او یو شمېر نورو زیربنايي پروژو د تخنیکي سندونو چمتوکولو او د تجهیزاتو له پلوه د کابل ښاروالۍ د اړوند ریاستونو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. د تخنیکي او فني بحثونو پر بنسټ د ۱۴۰۳ کال په پرمختیايي پلان کې لسګونه د اصلي او فرعي سړکونو، کانالونو، پارکونو، هوايي پلونو، ښاري تشنابونو او نورې ټولګټې پروژې په پام کې نیول شوې دي چې، ډېر ژر به یې د پلي کولو چارې پیل شي او ښاریان به د کابل ښار د آبادۍ په برخه کې د یوه نوي فصل شاهدان وي. دغه راز کابل ښاروال وویل: زموږ موخه د غوره ښاري چوپړتیاوو وړاندې کول او د ښاریانو رضایت ترلاسه کول دي. نوموړي زیاته کړه چې، د ۱۴۰۳ کال د پرمختیايي پلان څرنګوالی به هره میاشت د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لوري و ارزول شي