د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ اړوند ریاستونو مرستیالانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

11 سرطان 1403

12374.jpg (1456 × 819)

د چارو د غوره رهبرۍ او مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ اړوند ریاستونو مرستیالانو ته د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ د یادې ادارې د پلان جوړونې او ښاري پراختیا د مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک په وینا پیل شو. ښاغلي تاجک په خپلو خبرو کې وویل: په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د دندې پر مهال د ستونزو او تېروتنو له منځه وړلو، د مدیریتي او مسلکي مهارتونو د لوړولو، رښتینولۍ، پلان جوړونې، همغږۍ، رهبرۍ، د فعالیتونو د کنټرول، د زیانمنونکو ټکو پیژندلو او هغه ته د رسېدنې او د قوانینو او اصولو پر بنسټ د چارو ترسره کولو په اړه معلومات وړاندې شي. نوموړي زیاته کړه: زموږ موخه خلکو ته د یوې خدمت کوونکې ادارې رامنځته کول دي ترڅو د دې ورکشاپ له لارې د کابل ښاروالۍ بېلابېلې څانګې ښاریانو ته د معیاري او پر وخت د چوپړتیاوو وړاندې کولو ته لا ښه چمتو شي