د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي بلاکونو د سړک جوړولو پروژه د بشپړېدو په حال کې ده

13 سرطان 1403

12406.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د لسمې ناحیې اړوند د ۹۰۱ مترو په اوږدوالي او د ۱۹ او ۲۰ مترو په سور سره د هوايي بلاکونو د سړک جوړولو پروژه چې، تېر کال پیل شوې وه، د بشپړېدو په حال کې ده. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل: دا سړک د هوايي ډګر له واټ څخه تر هوايي بلاکونو پورې د لښتیو، پلولارو، ګلدانونو او د خړوب لپاره د اوبو د زیرمو په ګډون جوړیږي چې، اوس مهال یې د کرښو اچولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او په نږدې ورځو کې به یې د څراغونو نصبولو کار هم پیل شي. د کرښو اچولو په چارو کې، متصلې او منقطع کرښې، د پلو لارو دهلیزونه او ترافیکي نښې شاملې دي. په واټونو او سړکونو د کرښو اچول د ترافیکي نظم او مدیریت په برخه کې خورا ارزښت لري او له هېوادوالو څخه هیله کیږي چې، په کرښو د موټر له چلولو څخه ډډه وکړي ترڅو له بوږنوونکو پېښو مخنیوی وشي او له بل لوري کرښې ژر لمنځه وړلارې نشي. ښاغلي سادات ډاډ څرګند کړ چې، د پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه د کار د کیفیت او چټکتیا په موخه انجنیران تخنیکي او فني څارنې کوي. د دې پروژې چارې تر اوسه ۹۵ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي