الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له کابل ژوبڼ څخه ۵۷۰۰ کسانو د علمي څېړنو په موخه لیدنه کړې ده

16 سرطان 1403

12413.jpg (1820 × 1024)

د ژوو او نورو حیواناتو د ژوند په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه، په تېرو دوه میاشتو کې له کابل ژوبڼ څخه (۵۷۰۰) تنو د ښوونځیو زده کوونکو، د پوهنتون زده کړیالانو او د وړکتونونو ماشومانو لیدنه کړې ده. د کابل ژوبڼ د رئیس عزیزګل ثاقب په وینا؛ دغه بڼ د هېواد په کچه یو له علمي او څېړنیزو مرکزونو او غوره تفریحي ځایونو څخه شمېرل کیږي چې، نه یوازې ښاریان یې د ژوو لیدو ته راځي بلکې، د وړکتونونو ماشومانو، د ښوونځیو زده کوونکو او زده کړیالانو ته د څیړنیزو او علمي سفرونو زمینه هم برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړه: زده کوونکو ته د علمي سفر په ترڅ کې د ښوونې او روزنې د عمومي مدیریت له لوري د ژوو، الوتونکو او ماهیانو د ژوند د ارزښت او دغه راز د کابل ژوبڼ د مدیریت او ښاري کلتور په اړه معلومات ورکړل شوي، او دوی ته د ښاري کلتور اړوند یو شمېر ګټور کتابونه هم ډالۍ شوي دي