د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د تصدیق پاڼو په ویش سره پای ته ورسید

17 سرطان 1403

12425.jpg (1820 × 1024)

د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ چې، د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو او د ناحیو مرستیالانو لپاره په لاره اچول شوی و، د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا او پلان جوړونې مرستیال ډاکټر صدرالدین تاجک لخوا د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسید. د ښاري پراختیا او پلانو جوړونې مرستیال دغه ورکشاپ ګټور وباله،او د بشري سرچینو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمریت ته یې سپارښتنه وکړه چې د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو څانګو د ظرفیت لوړونې په موخه دې په راتلونکي کې هم ورته ورکشاپونه جوړ شي. په دې ورکشاپ کې ګډون کوونکوته د برنامو او پلان جوړونې، د چارو د تنظیم، همغږۍ، رهبرۍ، د فعالیتونو کنټرول، د دندو د ترسره کولو پر مهال د تېروتنو کمولو، د مدیریتي او مسلکي مهارتونو د کچې لوړولو، صداقت او امانتدارۍ، د زیان منونکو ټکو پېژندنه او د مقرراتو او اداري اصولو پر بنسټ د اجرااتو ترسره کولو په اړه معلومات ورکړل شول