الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړولو د پروژو په کیفیت او چټکتیا ټینګار وکړ

18 سرطان 1403

12428.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي ( میرویس میدان) پورې د سړک د پراختیا له چارو ، د شپږمې ناحیې اړوند د پله په ګډون د پل سوخته ـ پل سرخ له نښلوونکي سړک او د اوومې ناحیې اړوند د ګل باغ او پډولې د نویو سړکونو د جوړېدو له چارو څارنه وکړه او د کار پر کیفیت او چټکتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې، دوی مکلف دي د ډیزاین، تخنیکي سندونو او قرارداد د مادو له مخې په پوره رښتینولۍ سره کار وکړي ترڅو د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي. دغه راز کابل ښاروال تخنیکي او فني مسئولینو ته هم لارښونه وکړه چې، د سړک جوړونې او په ټوله کې د کابل ښاروالۍ له پروژو څخه پر وخت څارنې وکړي ترڅو یادې پروژې په معیاري توګه پلې شي