الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه

18 سرطان 1403

12432.jpg (1820 × 1024)

د چارو د لا ښه والي او د لا ښه خدماتو د وړاندې کولو په موخه،  د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه؛ د ګذر وکیلانو  په کړنلاره کې د بدلون، د ودانیو له نقشو څخه د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، مشارکتي پروژو او د پانګې د جلبولو، د ښاري پلانونو پلي کولو، داخلي پلټنې، له ۱۴۰۳ کال څخه تر ۱۴۰۷ کال پورې د کابل ښاروالۍ د ستراتیژیک پلان جوړولو او د کابل ښاروالۍ د ورزشي لوبډلو د لګښتونو  د تامین او د یو شمېر نورو ښاري مسایلو په اړه  بحث او خبرې وشوې او اړینې پرېکړې ترسره شوې. په غونډه کې کابل ښاروال ټینګار وکړ، چې د مسؤلینو لخوا دې د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې اغېزمن او ګټور ګامونه واخیستل شي، څو د دغې سترې خدماتي ادارې بېلابېلو څانګو ته راجع شوي مسؤلیتونه په چټکتیا ترسره او دغه راز ښاریانو ته معیاري او غوره ښاري خدمتونه وړاندې شي