د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:00 ق-ظ
لمر راختل 5;26 ق-ظ
د ماسپښين آذان 11:53 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 6:38 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.35 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.190 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

۲۹۹۵۲ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي له منځه یوړل شول

12436.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا ریاست له لوري په دې وروستیو کې، (۲۹۹۵۲) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، دمصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه له بازارونو څخه راټول شوي او د موظف پلاوي په حضور کې له ښار څخه د باندې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول. په دغو توکو کې شیدې، ملایي، بیسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او نخودو کنسرو، مرخېړي، د رومي بادنجانو رب، چپس، پاپړ او غیر الکولي څښاک مواد شامل دي. د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د ښار په کچه له بازارونو څخه د کابل ښاروالۍ د اړوندو مسئولینو له خوا څارنې دوام لري. غوښتنه کیږي ترڅو پلورونکي د بې کیفیته او تېر وخته توکو له پلور څخه ډډه وکړي او په همدې توګه ښاریان هم باید د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغو نیټې او کیفیت ته پام وکړي