د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو سړک فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو چارې به ډیر ژر پیل شي

19 سرطان 1403

12448.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوو ته دښاریانو د لاس رسي په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د کارته نو له درېیم سړک څخه د کارته نو تر تپې پورې د یاد سړک د فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو چارې به ډیر ژر پیل شي. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني د یادو فرعي سړکونو په اوږدو کې میشتو اوسېدونکو او اصنافو ته خبر ورکړی چې، ژرتر ژره دې یاده سیمه خالي کړي ترڅو د سړک پر وړاندې شته خنډونه پاک شي. ټاکل شوې ده چې د لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو په ګډون به د دوه کیلو مترو په اوږدوالي د کارته نو سړک د فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو چارې ډېر ژر پیل شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ تېر کال د سیاه سنګ له نقلیې  څخه د کارته نو تر لومړي سړک پورې د یاد سړک د یوې فرعي لیکې چارې بشپړې کړې دي. د کارته نو سړک د فرعي لیکو په جوړېدو سره به په یاده سیمې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي