د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې

12472.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د زیارکښه کارکوونکو له لوري د اوومې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې چې،د وروستیو موسمي اورښتونو له امله بند شوي وو، پیل شوې. بل خوا د دغو کانالونو او لښتیو د بندیدو لامل، دیو شمیر بې پروا ښاریانو له خوا د کثافاتو او نورو بیکاره څیزونو اچول ښودل شوي دي. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وویل: ټاکل شوې ده د یادې ناحیې په کچه ټول بند لښتي او کانالونه بیا ځلي پاک شي او له ښاریانو یې غوښتنه وکړه چې، د پاکو شویو کانالونو او لښتیو پاک ساتلو ته په جدي توګه پام وکړي. ورته مهال د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد ډاډ څرګند کړ چې، د ښار په کچه به ټول بند لښتي او کانالونه  په اساسي توګه پاک شي ترڅو سړکونو ته د اوبو له راختلو مخنیوی وشي