الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې لپاره نوی رئیس وټاکل شو

20 سرطان 1403

12476.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ مقام په وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام د منظورۍ له مخې د اوولسمې ناحیې پخوانۍ مرستیال ښاغلی مولوي ذبیح الله نبي خیل تبدیلاً د یوولسمې ناحیې د نوی رئیس په توګه وټاکل شو او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له لوري د یادې ناحیې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په همدې مناسب جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس وویل: دا تبدیلي د خدمتونو وړاندې کولو د وضعیت ښه کېدو او د ښاریانو د رضایت کچې لوړولو په موخه د اړتیا له مخې شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې، ښاغلی نبي خیل یو رښتینی په کار پوه او هڅاند شخص دی او هیله یې وښوده چې، د یادې ناحیې په کچه به د چاپېریالي او ښاري ستونزو د حل په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي