د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې لوی تنظیفي حشر ترسره شو

12478.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې د مسئولینو او سلګونو ښاریانو په ګډون په یاده ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په ترڅ کې یې بېلابېلې سیمې له کثافاتو پاکې شوې. د یادې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وویل: دغه حشر په تنظیفي چارو کې د ستونزو له منځه وړلو په موخه، ترسره شو ترڅو د یادې ناحیې بېلابېلې سیمې د کثافاتو له شتون څخه پاکې شي. چې په کې د تنظیفي کارکوونکو سربېره، د اتمې ناحیې ګذر وکیلانو، ځوانانو او د تنظیفي خدمتونو خصوصي شرکتونو هم ګډون کړی وو. نوموړي زیاته کړه: له کثافاتو څخه د یادې ناحیې اړوند سیمو پاکولو سربېره له کلونو راهېسې ټول شوي کثافات هم له ښارڅخه د باندې  ګزک سیمې ته ولېږدول شول. ښاغلي عثماني د اتمې ناحیې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د خپلو سیمو پاکوالي ته پام وکړي او د کابل ښاروالۍ له نارنجي اغوستونکو سره همکار و اوسي. د یادونې وړ ده چې، د تنظیف ریاست ۱۰۰ لوړ او ټيټ تناژ لرونکي وسایط او خپل۳۰۰ تنه کارکوونکي د یادې ناحیې د پاکولو په موخه ګمارلي دي. دغه راز د اتمې ناحیې د تنظیفي خدمتونو خصوصي شرکتونو هم د ۶۰ لوړ او ټیټ تناژ لرونکو وسایطو او ۱۰۰ تنو کارکوونکو په ګمارلو سره په دغه حشرکې برخه اخیستې وه