د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سازمان د رهبرۍ روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسید

24 سرطان 1403

12492.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مرکز او ناحیو د رئیسانو لپاره د (سازمان رهبري) تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز پروګرام د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له خوا د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسید. کابل ښاروال د دغه ډول ورکشاپونو جوړول ګټور او ارزښتناک وبلل او هیله یې وکړه چې، مسئولین دې په خپلو چارو کې اداري اصولو او مقرراتو ته زیاته پاملرنه وکړي. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، د ادارو مسئولین باید ښاریانو ته د چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې بې پروايي او غفلت ونه کړي او دغه راز دې په رښتینې توګه د خدمت کولو په موخه له هیڅ راز هلوځلو  ډډه ونشي. په دې برنامه کې ګډونوالو ته د بشري سرچینو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمریت له خوا  د اړیکو ټینګولو، همغږي، تصمیم نیول، د موثریت رامنځته کول، د مدیریتي او مسلکي مهارتونو، پلان جوړونې، تنظیم، د چارو د ښه ترسره کولو لپاره کارکوونکو ته لارښونه، د فعالیتونو کنټرول، د زیان منونکو ټکو پیژندل او هغو ته رسېدنه او د قوانینو او اداري اصولو پر بنسټ د اجرااتو په اړه معلومات ورکړل شول