د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نويو سړکونو د جوړولو په وړاندې د خنډونو پاکولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

24 سرطان 1403

12494.jpg (1820 × 1024)

د نویو سړکونو د جوړولو په موخه،د کابل ښاروالۍ او د هغو دولتي ادارو او بنسټونو ترمنځ چې، ملکیتونه یې استملاک شوي دي د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، په داسې حال کې چې د مالیې، کورنیو چارو، لوړو زده کړو، پوهنې، عامې روغتیا، ټکنالوژۍ او مخابراتو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو او د یوناما د دفتر استازو حضور درلود، د کابل ښار د پراختیایي او پرمختیایې پلانونو په اړه رڼا واچوله او له یادو ادارو او بنسټونو څخه یې وغوښتل چې د نويو سړکونو د جوړولو په وړاندې دخنډونو (د استملاک شویو ملکیتونو) په لرې کولو اقدام وکړي. ورته مهال د غونډې ګډون والو له کابل ښاروالۍ سره دپراختیایي پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه او د کابل ښار د تلپاتې پراختیا او ودې لپاره یې د لا همغږۍ په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل. وروسته د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: موږ هوډ لرو چې د روان او راتلونکي کال د پلان پر بنسټ، د ترانسپورت د ښه والي او د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه، د ښاري زیربناوو په جوړولو کار وکړو ترڅو د ننني عصر اړتیاوې او د ښاري پلان جوړونې معیارونه پوره کړي او په دې برخه کې د اړوندو ادارو همغږي اړینه ده. همدا راز له ټولو دولتي او خصوصي ادارو او بنسټونو څخه غوښتنه کیږي چې، د سړک جوړلو پروژو پر وړاندې خپل استملاک شوي ملکیتونه هر څه ژر لري کړي ترڅو د پروژو په پلي کېدو کې ځنډ او خنډ رامنځته نشي