د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له لب جر څخه تر سرای شمالي پورې د سړک جوړولو قرارداد له قراردادي شرکت سره د تخنیکي ستونزو له امله لغوه شو

25 سرطان 1403

12506.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروالۍ له قیصر افغان ودانیز شرکت سره د لب جر له څلورلارې څخه تر سرای شمالي څلورلارې پورې (د سلطان محمود غزنوي سړک دوام) د سړک  جوړولو چارې له قرارداد څخه د سرغړونې له امله لغوه کړې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر یاسر زمرک په دې اړه وویل: د دغه سړک د جوړولو چارې چې، د کابل ښاروالۍ د پخوانۍ ادارې له خوا له قيصر افغان ودانیز شرکت سره قرارداد شوى و؛ د قرارداد د مادو په رعايتولو کې د غفلت او پاتې راتلو له امله د کار د دوام اجازه ورنکړل شوه او له تخنيکي او فني څېړنو وروسته له ياد شرکت سره د دغه سړک د جوړولو قرارداد فسخ شو. نوموړي زياته کړه: د يوه کانال په ګډون د دغه سړک د جوړولو چارې  چې پخوا د ياد شوي شرکت له خوا ترسره شوې وې، په بشپړه توګه غیر معیاري او بې کیفیته دي، چې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا به ویجاړ او په معیاري ډول به بیاځلي جوړ شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کوي، چې د سړک جوړولو چارې باید د طرحه شوي ډیزاین، معیاري کیفیت او د ټاکلي وخت مطابق په پوره ایماندارۍ او صداقت سره ترسره شي،او په دې برخه کې کوچنۍ سرغړونه هم د منلو وړ نه ده،ترڅو د عامه شتمنۍ د ضایع کیدو مخه ونیول شي. د سلطان محمود غزنوي سړک د دوام چارې چې، (۲۰۵۲) متره اوږدوالی او (۷۰) متره سور لري، د کانالونو، پلولارو، څراغونو، لښتیو، د بایسکل چلولو کرښو او ګلدانونو په ګډون به د روان کال په بهیر کې په معیاري او اساسي ډول ترسره شي. دغه پروژه د کابل په شمال کې د سړک جوړونې له مهمو پروژو څخه ده چې په جوړېدو سره به يې د سیمې د اوسیدونکو او ښاریانو ګڼ شمېر ستونزې حل شي