د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو

12508.jpg (1820 × 1024)

د پاک او ښایسته ښار رامنځته کېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او ښاریانو په ګډون د شپږمې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې یو شمېر سیمې له کثافاتو پاکې شوې. د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني د حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: له دې حشر څخه موخه، په تنظیفي چارو کې د ستونزو له منځه وړل دي او د یادې ناحیې ټولې سیمې به د کثافاتو له شتون څخه پاکې کړي. نوموړي زیاته کړه چې، په دې حشر کې (۴۰۰) تنه تنظیفي کارکوونکو، شاوخوا (۷۰۰) تنو ښاریانو له (۴۰) عرادې تنظیفي وسایطو سره ګډون کړی ؤ، چې په پایله کې یې په زیاته اندازه کثافات راټول او له ښار څخه دباندې ولېږدول شول. ښاغلي عثماني د یادې ناحیې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د خپلو سیمو پاکوالي ته پام وکړي او د کابل ښاروالۍ له نارنجي اغوستونکو سره همکار و اوسي. ورته مهال د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر وویل: په دې حشر کې د تنظیفي کارکوونکو سربېره، ګذر وکیلانو، ځوانانو او د تنظیفي خدمتونو د خصوصي شرکتونو استازو هم برخه اخیستې وه. نوموړي زیاته کړه چې، ددې حشر په ترڅ کې د یادې ناحیې ډیری سیمې له کثافاتو پاکې او ټول شوي کثافات د ګزک سیمې ته ولېږدول چې، په دې کار سره به د شپږمې ناحیې په تنظیفي وضعیت کې غوره بدلون رامنځته شي