الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د بېلابېلو ناحیو د اوسېدونکو سره ولېدل او د هغوی ستونزې يې واورېدې

25 سرطان 1403

12510.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید دسړکونو، د ښاري خدمتونو د صفایي محصول ورکولو، تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو او په نورو برخو کې د پنځمې، لسمې، څوارلسمې او شلمې ناحیو د اوسېدونکو ستونزې واورېدې او ویې ویل:د کابل ښاروالۍ پلانونه د ښاریانو د اړتیاوو د لومړیتوبونو پر بنسټ جوړېږي او د بېلابېلو ناحیو د اوسېدونکو د بنسټیزو ستونزو د حل په برخه کې د متوازنې پراختیا د اصولو پر بنسټ لازم او پر وخت اقدامات ترسره کوي، تر څو خلک وکولای شي غوره ټولنیزو او اقتصادي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ د یو شمېر سړکونو د جوړولو چارې عملاً پیل کړې دي چې د ډېزاین او پلان مطابق چارې په ښه شکل جریان لري. دغه راز کابل ښاروال اړوند مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د تنظیفي او زرغونتیا برخې د وضعیت ښه کېدو او د صفایي محصول د کتابچو د وېش په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي ترڅو د ښاریانو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي. د ناستې په پای کې د یادو ناحیو اوسېدونکو د غوره خدمتونو او ښه ښاري مدیریت له امله د قدردانۍ د دود په توګه کابل ښاروالۍ ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه