د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:00 ق-ظ
لمر راختل 5;26 ق-ظ
د ماسپښين آذان 11:53 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 6:38 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.64 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.190 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو

12531.jpg (1820 × 1024)

په ګډو کارونو کې د ښاریانو د ګډون کلتور غښتلي کولو او د ښار د پاکوالي په موخه د لسمې ناحیې د مسئولانو او ښاریانو په ګډون د یاد ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې یوه اندازه تیت شوي کثافات راټول او له ښاره د باندې ولېږدول شول. د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني وویل: د ښار په پاک ساتلو کې ښاروالۍ په ټوله مانا خپل مسؤلیت ته ژمنه ده او په دې برخه کې له هیڅ راز هلو ځلو دریغ نه کوي،او په ښاریانو يې غږ وکړ چې د ښار د پاکوالي په برخه کې له ښاروالۍ سره همکار و اوسي. نوموړي زیاته کړه چې، په تنظیفي چارو کې د وروسته پاتې والي د جبران په موخه د د یادې ناحیې اړوند سیمې له کثافاتو پاکې شوې چې، په دې کار کې د تنظیف ریاست ۴۰۰ کارکوونکي او ۵۰ د یاد ریاست اړوند وسایط ګمارل شوي وو او په همدې توګه د لسمې ناحیې ۶۰۰ تنو ښاریانو او د تنظیفي خدمتونو د خصوصي شرکتونو استازو ګډون کړی وو. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري وویل: لومړی د آریا ښارګوټي لومړۍ برخه چې، په وروستیو کې له غصب بېرته آزاده شوې وه، له کثافاتو او له اضافي ودانیزو توکو په بنسټیزه توګه پاکه شوه. نوموړي وړاندې وویل: په دې حشر کې د تنظیف ریاست د کارکوونکو سربېره، ګذر وکیلانو، ځوانانو او د تنظیفي خدمتونو د خصوصي شرکتونو استازو ګډون کړی وو