د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له جوی شیر څخه تر دهمزنګ پورې سړک پراختیا مومي

28 سرطان 1403

12533.jpg (1820 × 1024)

د دویمې او درېیمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر دهمزنګ پورې د (۱۸۶۰) مترو په اوږدوالي او د( ۴۵ او ۶۰) مترو په سور سره سړک پراختیا مومي.  د کابل ښاروالۍ د استملاک د رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په وینا؛ د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او د ښار د اقتصادي ودې لپاره د دې سړک جوړول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې، ډېر ژر به یې په اړه اقدام وشي. دغه سړک له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې (۸۲۰) متره اوږدوالی او(۴۵) متره سور او له پُل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې (۱۰۴۰) متره اوږدوالی او (۶۰)متره سور لري. ښاغلي حنیف زیاته کړه: د دې سړک په اوږدو کې (۱۲۷)ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. نوموړي غوښتنه وکړه چې د یاد سړک په اوږدو کې میشت ښاریان دې هر څه ژر د خپلو استملاکي ملکیتونو اسناد طی مراحل کړي ترڅو د سړک جوړېدو ته پر وخت زمینه برابره شي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا په اړوند سیمو  کې ترافیکي ستونزې حل او بل خوا به د ښار معیاري ودې ته زمینه برابره شي. کابل ښاروالي له ټولو ښاریانو او ادارو څخه غوښتنه کوي ترڅو د سړک جوړونې د دې پروژې پر وړاندې د استملاکي ملکیتونو او خنډونو د پاکولو په برخه کې له یادې ادارې سره مرسته وکړي