الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د حضرت محمد ص د خضرا ګنبد د سمبول جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

1 اسد 1403

12541.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د یوه خیر غوښتونکي هېوادوال په مرسته د اوولسمې ناحیې اړوند خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د اسلامي او کلتوري سمبول (حضرت محمد ص د خضرا ګبند) د جوړولو چارې به ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دا سمبول په دایروي بڼه د۱۰ مترو په اوږدوالي، د ۱۰ مترو په سور او د ۱۱ مترو په لوړوالي جوړ شوی او شاوخوا پلې لارې یې په تیږو فرش شوې دي. په همدې توګه د جدولونو نصبول او د زرغونې سیمې جوړول هم د یاد ګنبد د جوړېدو په چارو کې شامل دي. دا ګبند جومات ته ورته جوړیږي او د کابل- شمال لویې لارې مسافرین او ښاریان به ترې د لمانځه ادا کولو په موخه کار اخلي. کابل ښاروالي تاریخي او اسلامي ارزښتونو ته په کتو په ښار کې د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي کوي ترڅو د ښاریانو په رواني دید او د ښار په بڼه کې مثبت بدلون راشي