الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دویمه ناحیه کې د ونو خړوبولو حشر ترسره شو

1 اسد 1403

12545.jpg (1820 × 1024)

د ښاري کلتور د ودې په موخه، د دویمې ناحیې اړوند سیمو کې د یادې ناحیې د اوسېدونکو په ګډون د ونو خړوبولو او د سیمو پاکولو حشر ترسره شو.  د دویمې ناحیې رئیس فضل کریم صدیقی، په دې حشر کې ګډونوال د ونو خړوبولو او د زرغونو سیمو ساتنې ته وهڅول او ویې ویل: د ونو خړوبول د ټولو دیني او ملي مسئولیت دی. د نوموړي په وینا د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست دومره امکانات په لاس کې نه لري ترڅو د ښار په کچه ټولې ونې او زرغونې سیمې خړوب کړي؛ له همدې امله اړتیا ده ترڅو ټول ښاریان په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمرمحمدیاسین امین د ښاري کلتور د ودې او د ټولنیزو او ښاري مسئولیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ښاریانو او مسئولینو ترمنځ د ښاري پلانونو په پلي کولو کې مرسته د ښار د پاکوالي، زرغونتیا او آبادۍ لامل ګرځي. همدا شان د دویمې ناحیې ګذر وکیلانو، ځوانانو او عالمانو ژمنه وکړه چې، د ښار د آبادۍ او زرغونتیا په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي