الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په تایمني څلورلارې کې د ښکلا یوه سمبول د جوړولو چارې روانې دي

1 اسد 1403

12549.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د (دنیای عطریات) شرکت په مرسته د څلورمې ناحیې اړوند په تایمني څلورلارې کې د ښاري ښکلا یوه سمبول د جوړولو چارې روانې دي. په دې څلورلارې کې د ۱۴ مترو په لوړوالي د معمارۍ پخوانۍ بڼې او پرمختللو معیارونو ته په کتو د ښکلا یو سمبول چې، د علم او پوهې ښکارندويي کوي له داخلي تولیداتو څخه د ګلدانونو جوړولو، کټارو او څراغونو نصبولو په ګډون په بنسټیزه توګه د جوړېدو په حال کې دی. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست پلان لري چې، تاریخي او اسلامي، کلتوري او تاریخي ارزښتونو ته په کتو د ښاري ښکلا پروګرامونه لا پراخ کړي ترڅو ورسره جوخت د هېوادوالو په رواني دید او د ښار په بڼه کې غوره بدلون راشي