الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل ښار د هوټلونو د مالکانو ټولنې له استازو سره وکتل

1 اسد 1403

12551.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښار د هوټلونو د مالکانو ټولنې له استازو سره په کتنه کې د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، د یو شمېر هغه  هوټلونو لپاره چې، د کابل ښاروالۍ په ملکیت کې جوړ شوي د کرایې ټاکلو، چاپېریالي مسایلو او د دوی د فعالیت د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته وویل: کابل ښاروالي د پورته ذکر شویو مواردو په اړه ځانګړې کړنلارې لري ترڅو له یوې خوا د یادې ادارې عواید په معیاري او شفافه توګه راټول او له بلې خوا د ودونو د هوټلونو فعالیتونه د ښاري اصولو او مقرراتو سره سم تنظیم شي. کابل ښاروال څرګنده کړه چې، د کابل ښاروالۍ عواید د ښاري خدمتونو وړاندې کولو مهمه سرچینه ده او باید په ورکړه کې یې هیڅ ډول ځنډ او غفلت ونه شي