د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نود فامیلیو سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د لومړۍ برخې لومړني کارونه پیل شول

2 اسد 1403

12561.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار تلپاتې ودې لپاره له پرمختللو معیارونو سره سم په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو او کور موندنې په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د اوولسمې ناحیې اړوند په نود فامیلیو سیمه کې د څه باندې ۲۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاري بیا پراختیا پروژې د لومړۍ برخې لومړني کارونه پیل شول. د دې پروژې لومړۍ برخه په ۱۴۱۸ متر مربع ځمکه کې د لسو پوړونو په درلودلو سره د دوه بلاکونو جوړول په بر کې نیسي چې، لومړی پوړ یې سوداګریز او پاتې ۹ نور به یې استوګنیز وي. په دې دوه بلاکونو کې ۱۰۸ استوګنیز آپارتمانونه، هټۍ او لوی پلورنځي هم په نظر کې نیول شوي دي. په همدې توګه په دې پروژه کې د زرغونو سیمو، پلو لارو، پارکینګونو او نوورو بنسټیزو اړتیا وو جوړول هم شامل دي. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د پروژو د پلي کولو په موخه د ځمکې د استملاک لپاره له پرمختللو او نویو کړنلارو( د ځمکې بیا پراختیا او تنظیم) څخه د کابل ښار د تلپاتې ودې او پراختیا لپاره کار واخلي. د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا دوه کړنلارې کیدای شي د پلان جوړونې په برخه کې د استملاک پر ځای وکارول شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالي پلان لري ترڅو د دې پروژې د دویمې برخې چارې هم د تخنیکي اسنادو او تدارکاتي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته په راتلونکې کې پیل کړي