الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ترکیې هېواد تیکا مؤسسې د هوايي پلونو د ډیزاین په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه

2 اسد 1403

12563.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک د ترکیې هېواد اړوند د تیکا موسسې له رئیس ښاغلي فاضل آکین اردوغان سره په کتنه کې په کابل ښار کې د هوايي پلونو د ډیزاین په اړه بحث او خبرې وکړې. د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال وویل: د کابل او د ترکیې هېواد د ښارونو ترمنځ د دوستۍ اړیکې لا پیاوړې او په علمي او تخنیکي برخه کې باید دوه اړخیزه همکاري ترسره شي. نوموړي هیله وښوده ترڅو، تیکا موسسه د هوايي پلونو د ډیزاین په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. دغه راز د ټيکا موسسې رئیس د افغانانو او ترکانو د اوږدې دوستۍ د څرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې، د نويو هوايي پلونو د ډيزاين او د ښاري اسانتياو د رامنځته کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي