الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ- برچي سړک په اوږدو کې د پله جوړولو چارې ۹۰ سلنه مخته تللې دي

2 اسد 1403

12571.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د پنځمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي- کمپنۍ سړک په اوږدو کې د یوه پله د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، تر اوسه ۹۰ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې یې چارې بشپړې شي. دا پُل په دوه لینونو کې د تګ راتګ لپاره د ۲۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره په پرمختللې بڼه د جوړېدو په حال کې دی چې د لومړۍ طبقې ( د کانکرېت چارو لپاره د پلیټونو نصبولو)  چارې بشپړې شوې دي او د سلبونو د سیم تاوۍ او قالب بندۍ چارې یې روانې دي چې، ډېر ژر به د دې برخې کانکرېت چارې هم ترسره شي