د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:00 ق-ظ
لمر راختل 5;26 ق-ظ
د ماسپښين آذان 11:53 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 6:38 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.35 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.190 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړونې او ودانیزو چارو له شرکتونو سره غونډه ترسره کړه

4 اسد 1403

12580.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د سړک جوړونې او ودانیزو چارو د یو شمېر قراردادي شرکتونو له استازو سره غونډه ترسره کړه او له دوی یې وغوښتل ترڅو د پروژو په پلي کولو کې د کار کیفیت او چټکتیا ته پام وکړي. نوموړي قراردادي شرکتونو ته په خطاب کې وویل: د پروژو په پلي کولو کې سرغړونې د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي او دا موضوع په جدي توګه څارل کیږي؛ د پروژو د پلي کېدو پر مهال د سرغړونې په صورت کې له قراردادي شرکتونو سره قراداد فسخ کیږي. دغه راز کابل ښاروال وویل: د سړکونو جوړولو چارې باید په پوره رښتینولۍ،ایماندارۍ او پرته له غفلت څخه ترسره شي؛ قرار دادي شرکتونه مکلف دي چې، د سړکونو  د جوړولو چارې د ډیزاین له مخې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې کړي. د نوموړي په وینا؛ هېڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي چې د بې کیفیته کار په ترسره کولو سره د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت او د وخت ضایع کېدو لامل وګرځي. کابل ښاروال د قراردادي شرکتونو له استازو غوښتنه وکړه ترڅو د کار پر مهال د خوندیتوب مسایلو، اوبو شیندلو، او د اضافي توکو لېږدولو ته پام وکړي. دغه راز کابل ښاروال له ملي پانګوالو او کورنیو ودانیزو شرکتونو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د معیاري ودانیو پر جوړولو ټینګار وکړ ترڅو د کابل ښار د معیاري ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره شي. د يادونې وړ ده، چې کابل ښاروال تل د ښار په کچه د پروژو د کار بهير څاري څو د کابل ښار آبادۍ ته د ښاريانو له تمې سره سم زمينه برابره او د عامه شتمنيو د ضايع کېدو مخه ونيول شي