د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په قلعه بختیار سیمه کې د ځمکې دبیا تنظیم د لومړنۍ پروژې چارې روانې دي

4 اسد 1403

12584.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند په قلعه بختیار سیمه کې د ځمکې د بیا تنظیم د لومړنۍ پروژې چارې چې، تېر کال د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، اوس هم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د ځمکو د بیا تنظیم او پراختیا ریاست د مسئولینو په وینا؛ دا د ځمکې د بیا تنظیم لومړنۍ پروژه ده چې، په (۹۰) جریبه ځمکه کې د شپږمې ناحیې د ۲۲م ګذر اړوند په قلعه بختیار سیمه کې د پلي کېدو په حال کې ده، او (۱۴۱) جایدادونه پکې شامل دي. د یادې سیمې په پرمختیايي پلان کې د ښوونځیو، جوماتونو، تفریحي پارکونو او وړکتونونو په ګډون نور عامه تاسیساتو او خدمتونو لپاره د ضرورت وړ ځمکې هم په پام کې نیول شوي دي. د دې پروژې په پلي کېدو سره سړکونه پراختیا مومي، چې ورسره جوخت به د ملکیتونو ارزښت لوړ او مالکانو ته به یې د قانون له مخې د اعتبار وړ سند ورکړل شي. د ځمکې د بیا تنظیم  پروژې په پلي کېدو کې د سیمې د اوسېدونکو برخه اخیستل اړین دي او د دوی ګډون د پروژې غوره پلي کولو ته زمینه برابروي. دې ته ورته نورې پروژې به په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو په موخه، د کابل ښار په نورو سیمو کې هم پلې شي. اوس مهال د دیارلسمې ناحیې ۱۰م او د څلورمې ناحیې ۱۵م ګذر په پلان کې شامل شوي دي چې، ډېر ژر به یې د پلي کېدو شاهدان و اوسو. کابل ښاروالي پلان لري چې، د دې برنامې له لارې د کابل ښار د ماسټر پلان پلي کولو او ښاریانو ته د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو او آسانتیاوو رامنځته کولو زمینه برابره کړي. د ځمکو د بیاتنظیم کړنلاره، د ځمکو د بڼې د اصلاح او د ودانیو د تنظیم په موخه پلي کیږي چې، د ښاریانو د ګډون په پام کې نیولو سره اساسي ښاري زیربناوې او تاسیسات رامنځته کوي، شته آسانتیاوو ته پراختیا ورکول کیږي او دې سره جوخت د ځمکو د هرې نمرې ارزښت لوړېږي