الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو سړک د فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو چارې پیل شوې

4 اسد 1403

12586.jpg (1820 × 1024)

د کارته نو سرک د فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو (د استملاک شویو ملکیتونو) چارې له دریم سړک څخه د کارته نو تر تپې پورې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې اړه وویل: د کارته نو سړک د فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو چارې چې، (۲۵۱۸) متره اوږدوالی او (۹،۷ او ۱۱،۶ ) متره سور لري، د خنډونو له پاکولو وروسته به د څه باندې (۶۰ ) میلیونه افغانیو په لګښت پیل شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د پلو لارو، ګلدانونو او لښتیو جوړول هم شامل دي. دغه راز د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني وويل: د يادو سړکونو په اوږدو کې د استملاک شویو ملکیتونو مالکانو ته له مخکې خبر ورکړل شوى و، چې ژر تر ژره دې سیمه خالي کړي، تر څو د سړک جوړولو پر وړاندې پراته خنډونه پاک شي. ددغو سړکونو په اوږدو کې(۱۵۸) ملکیتونه استملاک شوي چې مالکانو ته  يې بدیل حقوق ورکول کېږي. د يادونې وړ ده، چې تېر کال کابل ښاروالۍ په دې وتوانېده، چې د کارته نو سړک یوه فرعي لیکه د سياه سنګ له نقلیې څخه د کارته نو تر لومړي سړک پورې  بشپړه او د ترافيکو پر مخ یې پرانیزي. د کارته نو د سړک د فرعي لیکو د پاتې برخو په جوړېدو سره به د ترافیکي بهیر په وړاندې شته ستونزې هوارې او د ورڅېرمه سيمو اقتصادي ودې ته به زمينه برابره شي