د درېیمې او شپږمې ناحیې اړوند له پُل سوخته څخه تر پُل سرخ پورې د نوي نښلوونکي سړک چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۹۱۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لری چې، د یوه معیاري سړک ټولې برخې او د یوه پله جوړول پکې شامل دي او چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي. اوس مهال د یاد سړک د کیندنو، خاورې لېږدولو، سیخ بندلو او لښتیو جوړولو چارې عملاً روانې دي ترڅو د سړک ساختمان ته زمینه برابره شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د یاد سړک په اوږدو کې د ډیزاین له مخې په دوه لینونو کې د ۳۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره د یوه پله د جوړولو لومړنۍ چارې هم پیل شوې دي. د دې سړک په جوړېدو سره به برچي سړک، د کارته چهار ۳۰ متره سړک، ګولایي دواخانې سړک او د کوټه سنګي څلورلارې ترافیکي حجم راکم او ښاریانو ته به ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته شي
له پُل سوخته څخه تر پُل سرخ پورې د نښلوونکي سړک چارې روانې دي
4 اسد 1403