د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې کارکوونکو ته د فردي روغتیا ساتنې په اړه معلومات ورکړل شول

9 اسد 1403

12612.jpg (1200 × 675)

د څوارلسمې ناحیې د تنظیف او زرغونتیا برخې کارکوونکو ته د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو ریاست له کارکوونکو سره د اړیکو آمریت له لوري د تنظیفي او  زرغونتیا چارو د ترسره کولو پر مهال د فردي روغتیا ساتنې او له ناروغیو څخه د خوندیتوب په اړه معلومات ورکړل شول. په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د څوارلسمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني د اسلام له نظره د روغتیا او روغتیايي سپارښتنو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د یادې ناحیې د تنظیف او زرغونتیا برخې کارکوونکي ژمن دي چې، د ښار د پاکوالي، د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا په برخه کې خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي. نوموړي زیاته کړه چې، د فردي روغتیا ساتنې او د خوندیتوب نورو مسایلو په اړه د بشري سرچینو ریاست له کارکوونکو سره د اړیکو آمریت له لوري وړاندې شوي معلومات خورا اغیزمن ؤ او یاد کارکوونکي به لا ډېر خدمت کولو ته وهڅوي. د غونډې په پای کې (د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې) له لوري یوه اندازه چمتو شوي د خوندي توب وسایل په یادو کارکوونکو ووېشل شول. د یادونې وړ ده چې، دا ډول غونډې به د نورو ناحیو د تنظیف او زرغونتیا برخې له کارکوونکو سره هم ترسره شي