د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي په اړه غونډه تر سره شوه!

11 اسد 1403

12619.jpg (1820 × 1024)

 د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي په اړه غونډه تر سره شوه! د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د یادې ادارې د تخنیکي او فني مسئولینو په ګډون له اجازې پرته د خپلسرو ودانیو د جوړولو د مخنیوي، او ودانیزو سرغړونو ته درسېدنې په اړه غونډه ترسره شوه. په غونډه کې کابل ښاروال د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د قانون د مادو او کړنلارو په اړه رڼا واچوله او ویې ویل: ښاري سرغړونې او خپلسري، په ځانګړې توګه د غیر معیاري او غیر قانوني ودانیو د جوړولو په برخه کې له پخوا ډېرې څارل کیږي. د نوموي په وینا هغه ښاریانو ته چې، غواړي ودانۍ جوړې کړي، د ودانیز جواز، ښاري قوانینو او ټاکل شویو شرایطو مطابق آسانتیاوې برابرې شوې دي. اوس مهال د ښار په کچه  د ناقانونه ودانیو د جوړولو کچه راټېټه شوې  او په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د اساسي ودانیو د کنټرول ریاست د مسئولینو له لوري د لسګونو ودانیزو سرغړونو مخه نیول شوې ده. او همدارنګه په سلګونو ښاریانو بیا د ودانیو د جوړولو لپاره له کابل ښاروالۍ څخه د ودانیو جوړولو جواز تر لاسه کړی، او کارونه يې عملاً جریان لري. په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیو جوړولو شرایط توپیر لري او د سندونو د پړاونو له ترسره کولو وروسته ښاریانو ته د ودانیو جوړولو اجازه ورکول کیږي. د ښار معیاري وده د اصولو او قوانیو مطابق د ودانیو په جوړولو پورې تړلې ده. هېڅ حکمي او حقیقي شخص نشي کولای له جواز  پرته ودانۍ جوړه کړي، د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.