الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې یو شمېر کارکوونکي او ښاریان وستایل شول!

11 اسد 1403

12620.jpg (1820 × 1024)
د دیارلسمې ناحیې یو شمیر کارکوونکي، ګذر وکیلان او د تنظیفي خدمتونو ځیني خصوصي شرکتونه د هغوی د ارزښتناکو کړنو له امله، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وستایل شول.
په هغه ستاینغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني خبرې وکړې او وې ویل، د دیارلسمې ناحیې د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ پياوړې روحیه رامنځته شوې ده چې، له امله يې موږ د دې ناحیې په ښاري مدیریت کې د مثبت بدلون شاهدان یو. نوموړي زیاته کړه، په دې وروستیو کې د ښاري نظم راوستلو او ښاري آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د پام وړ فعالیتونه تر سره شوي، چې د دې ناحیې د مسئولینو او ښاریانو د نه ستړې کیدونکو هلو ځلو پایله ده. په ورته وخت کې د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد د لا ښو خدمتونو په برخه کې د خپلې ژمنې د تازه کولو په ترڅ کې وویل: د ښاریانو د ستونزو د حل او د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به د دې ناحیې مسئولین له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.  د غونډې په پای کې د ستاينليکونو د ويش سربېره، يو شمېر تنظيفي کارکوونکو ته يو يو جوړ جامې هم د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.