د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ادارې او مدیریت د بنسټونو تر سرلیک لاندې ورکشاپ پای ته ورسېد!

11 اسد 1403

12622.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د اتمې، دوولسمې، یو ویشتمې او دوه ویشتمې ناحیې له نویو ګمارل شویو کارکوونکو سره د ( ادارې او مدیریت بنسټونه) تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد. د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر حمیدالله عطايي وویل: په دېورکشاپ کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ادارې او مدیریت د اصولو پېژندلو، پلان جوړونې، کاري ستونزو هوارولو، د مکتوب لیکنې په اړه د پوهې لوړولو، له مراجعینو سره د نیک چلند، رښتینولۍ او امانتدارۍ، همغږۍ، د فعالیتونو د کنټرول او یو شمېر نورو موضاعاتو په اړه معلومات وړاندې شول. نوموړي زیاته کړه چې، له داسې ورکشاپونو څخه موخه د یوې غښتلې او کاري ادراې رامنځته کول دي ترڅو د څانګو مسئولان وکولای شي خلکو ته پر وخت او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.