الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي!

11 اسد 1403

12625.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو او د ښار د معیاري ودې په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې تر حربي پوهنتون پورې د قلعه شانان نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د سړک جوړونې دغه پروژه چې، (۲۱۰۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، یو کیلو متر برخه یې قیرکولو ته چمتو شوې ده. دا سړک چې دوولسمه ناحیه له نولسمې ناحیې سره نښلوي؛ په اوږدو کې یې د (۸۵۰) مترو په اوږدوالي یو کانال، او د (۶۰) مترو په اوږدوالي او د (۱۸.۴) مترو په سور سره د کابل سیند د پاسه یو پُل هم  جوړیږي چې، چارې به یې د یوه کاري کال په موده کې بشپړې شي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل- جلال آباد سړک ترافیکي بهیر پر وړاندې ستونزې هوارې شي او بل خوا به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکي ګڼو ښاري او ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.