د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو حشر ترسره شو!

11 اسد 1403

12628.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او د یوولسمې ناحیې د یو شمېر مشرانو او ښاریانو په ګډون د یادې ناحیې په کچه د ونو او زرغونو سیمود خړوبولو حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې ګڼ شمېر ونې او زرغونې سیمې خړوب شوې. د یوولسمې ناحیې رئیس مولوي ذبیح الله نبي خیل د حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ونو او زرغونو سیمو ساتنه او خړوبول یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې ټول ښاریان باید لاس په کار شي. نوموړي زیاته کړه: د ونو او زرغونو سیمو خړوبول زموږ ملي او دیني دنده بلل کیږي او هېڅ وخت باید خپله دا دنده هېره نه کړو.

ښاغلي نبي خیل وړاندې وویل: د یوولسمې ناحیې ښاریانو د اوبو د ټانکرو په چمتو کولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته او دې کار ته به دوام ورکوي. کابل ښاروالي د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې بې درېغه هڅې کوي، خو سخته ده چې د ښاریانو له مرستې پرته خپل پلانونه په سمه توګه پلي کړي. ورته مهال د یادې ناحیې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د خپلو سیمو زرغونتیا او خړوبولو ته به پام کوي، ځکه زرغونې سیمې د انسان په ژوند کې حیاتي رول لري.