الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د نوي سړک قیرچارې پیل شوې!

11 اسد 1403

12630.jpg (1820 × 1024)

تر بنسټیزو چارو او خاورینې برخې وروسته د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې ( میرزا عبدالقادر بېدل) سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک قیرچارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په وینا؛ دا سړک

۱۸۹۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري چې، اوس مهال یې د یو کیلو متر برخې قیر چارې پیل شوې دي او په نوره برخه په چټکۍ سره کار روان دی ترڅو قیر چارو ته چمتو شي. د لښتیو او نښلوونکو کانالونو او پلو لارو جوړول، د بایسکل چلولو کرښې، ګلدانونه، تم ځایونه، کرښې اچول او د ترافیکي نښو نصبول د دې سړک مهمې برخې دي. همدا شان د یاد سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال پر سر د ۱۲.۸۰مترو په اوږدوالي او د ۱۲،۸۰ مترو په سور سره د دوه پلونو جوړول هم د دې پروژې برخه دي چې، ډېر ژر به د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري جوړ شي.