د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي!

11 اسد 1403

12631.jpg (1820 × 1024)

د ترانسپورتي، ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د(۲۵۲۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه سړک په څلورو  لیکو کې (دوه اصلي او دوه فرعي) د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو، ګلدانونو، څراغونو نصبولو، تم ځایونو، کرښو اچولو، ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون جوړیږي. اوس مهال د یاد سړک د لښتیو جوړولو، کیندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي. د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې جوړول د کابل ښار د تلپاتې اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري چې، په جوړېدو سره به یې د هېوادوالو ترافیکي ستونزې حل او ګڼ شمېر آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې چې، تېر کال د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دي.