د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کارته نو سیمه کې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه و ارزول شوه!

11 اسد 1403

12633.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اتمې ناحیې اړوند په کارته نو سیمه کې د خصوصي سکټور د یو شمېر متشبیثینو له لورې جوړه شوې طرحه و ارزوله او د لا بډاینې په برخه کې یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. کابل ښاروال وویل: پلان لرو چې، دا سوداګریز مارکېټ په بنسټیزه توګه د خصوصي سکټور په مرسته جوړ کړو ترڅو د کابل ښار تلپاتې ودې او خوندي پانګې اچونې ته زمینه برابره شي. د نوموړي په وینا کابل ښاروالي د خصوصي سکټور لپاره د پانګونې زمینه برابروي ترڅو له یوه لوري کابل ښار لا ډېر آباد او له بل لوري د یادې ادارې په عوایدو کې زیاتوالی شي. په همدې توګه کابل ښاروالي له خپلو ملکیتونو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د پانګې اچونې د ودې په برخه کې ارزول شوي پلانونه لري چې، د ښار په بېلابېلو برخو کې به یې یو پر بل پسې پلي کړي.