د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د ونو او زرغونو سیمو د خړبولو حشر ترسره شو!

11 اسد 1403

12635.jpg (1820 × 1024)

ګډو کارونو ته د ښاریانو هڅولو او د ښاري کلتور دودونې په اړه د عامه پوهاوي د لړۍ پر دوام په پنځمه ناحیه کې د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو حشر ترسره شو. په دې حشر کې د کابل ښاروالۍ مسئولانو، د عالمانو، ځوانانو او ګذر وکیلانو شوراګانو استازو ګډون کړی وو او ټولو ژمنه وکړه چې، د ښار د آبادۍ او زرغونتیا په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. ورته مهال د پنځمې ناحیې مرستیال حافظ مرجان حیدر ښاریان د ونو او زرغونو سیمو خړوبولو او ساتنې ته  راوبلل او ویې ویل: کابل ښاروالي په یوازې ځان نشي کولای د ښار ټولو زرغونو سیمو او ونو ته رسېدنه کړي؛ په دې برخه کې باید ټول ښاریان خپل دیني او ملي مسئولیت ادا کړي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د ښاري کلتور د دودونې او د مسئولیت منلو احساس د ژوندي کولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د سوکاله ښاري ژوند هیلو ته د رسېدو په برخه کې د ښاریانو او مسئولانو ترمنځ همغږي او همکارۍ ته اړتیا ده. د نوموړي په وینا اسلام د نظم دین دی او د ژوند د ټولو برخو لپاره ځانګړي اصول لري. د ښاغلي امین په وینا؛ ونو ته اوبه ورکول هم د اسلام مبارک دین له لارښوونو څخه دي.