د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له علاء الدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې نښلوونکی سړک جوړېږي!

11 اسد 1403

12637.jpg (1820 × 1024)
ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اوومې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د (۱۷۴۹) مترو په اوږدوالي او د (۳۰) مترو په سور سره نوی نښلوونکی سړک چې، د دارالامان سړک له چهلستون سړک سره نښلوي جوړېږي. د یاد سړک په اوږدو کې له مېشتو ښاریانو څخه هیله کیږي چې د یاد سړک پر وړاندې د شته استملاکي خنډونو د پاکولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د کابل ښاروالۍ د استملاک د رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په وینا، دغه سړک چې د کابل ښار د اقتصادي ودې او د ګڼې ګوڼې د کمښت په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، ډېر ژر به یې د جوړولو په اړه اقدام وشي. نوموړي زیاته کړه: د دې سړک په اوږدو کې (۲۵۶) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي او غوښتنه کیږي چې، د یاد سړک په اوږدو کې میشت ښاریان د خپلو سندونو پړاوونه هر څه ژر ترسره کړي ترڅو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. ورته مهال د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وویل: د یادې سیمې اوسېدونکي د دې پلان پلي کولو ته  چمتو دي او په راتلونکي کې د کابل ښار آبادۍ او تلپاتې ودې لپاره خوښي څرګندوي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د اړوند سیمو ترافیکي بهیر ووېشل شي او بل خوا به د اوومې ناحیې اقتصادي ودې ته  زمینه برابره شي.