الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له آریانا څلورلارې څخه تر صحت عامې څلورلارې پورې د سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې!

11 اسد 1403

12639.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د نهمې ناحیې اړوند له آریانا څلورلارې څخه تر صحت عامې څلورلارې پورې د سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې. د سړکونو د بیارغونې د امر انجنیر شریف الله قادري په وینا؛ د دې سړک یو شمېر برخې د وخت په تېرېدو ویجاړې شوې وې چې، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په بنسټیزه توګه بیا ورغول شو. نوموړي زیاته کړه چې، دا سړک د ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۸ مترو په سور سره بیا ورغول شو چې، د بیارغونې په چارو کې یې د سړک دواړو خواوو ته د لښتیو جوړول ،د جدولونو نصبول او بیارغونه هم شامل دي.