الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!

14 اسد 1403

12641.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې د ۵۰م ګذر اړوند د بګرامیو په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د اتمې ناحیې د رئیس مفتي روح الله عثماني او د سیمې د یو شمېر مشرانو  له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په دې هکله وویل: دغه سړک (۷۷۸) متره اوږدوالی او له (۴ څخه تر۵) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې د (۷.۵) میلیونه افغانیو په لکښت د (۴) میاشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په بنسټیزه توګه بشپړې شوې.  نوموړي زیاته کړه چې، له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې به ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي. ورته مهال د اتمې ناحیې رئیس د یادې سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د یاد سړک ساتنې ته پام وکړي. نوموړي زیاته کړه، د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې حل او ګڼ شمېر ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.