الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې سړک دویمه طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو!

14 اسد 1403

12643.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۱.۵، ۱۲.۵ او ۴۰ مترو په سور سره د رحمن مېنې د E برخې سړک دویمه طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل: له ستانکزي بلاکونو څخه تر کارته نو سړک پورې د دې سړک د جوړولو چارې  چې تېر کال پیل شوې وې ، تر دې مهاله ۹۵ سلنه مخته تللې دي او هڅه کیږي ترڅو هرڅه ژر بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه چې، د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست مسئولان د پروژې له کیفیت څخه پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي او  د سړک جوړونې دا لویه پروژه نښلوونکي کانالونه، لښتي، ګلدانونه، پلې لارې، تم ځایونه، د بایسکل چلولو لیکې او د یوه معیاري سړک نور جزئیات په بر کې نیسي.  دا پروژه له خورا ارزښت څخه برخمنه ده چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخو کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.