د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د دوو سړکونو د جوړلو لومړنۍ چارې پیل شوې!

14 اسد 1403

12645.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د استملاکي ملکیتونو او نورو خنډونو تر پاکولو وروسته، د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوتي څخه تر عرفاني سړک او بیا تر قلعه قاضي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد وویل: د یاد سړکونو پر وړاندې د خنډونو د پاکولو په چارو کې د یادې ناحیې اوسېدونکو له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې ده چې، د دوی له دې کار څخه د کابل ښاروالۍ مشرتابه مننه کوي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې سړکونو په جوړېدو سره به د کابل لوېدیځې برخې اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ورسره جوخت به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنخته شي. له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې سړک، ۳۸۳۴ متره اوږدالی او ۴۵متره سور او پر دوام یې د قلعه قاضي تر حلقوي سړک پورې سړک، ۱۱۴۶ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شي.