د چاپېریالي او ښاري ستونزو د پېژندلو او حل په موخه کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځمې، شپږمې او دوولسمې ناحیې د اوسېدونکو له یو شمېر استازو سره وکتل. نوموړي لومړی د دوی ستونزې واورېدې او وروسته یې د سړکونو، لښتیو، کانالونو، تنظیفي او د زرغونتیا خدمتونو په برخو کې د کابل ښاروالۍ پلانونه له دوی سره شریک کړل. کابل ښاروال ژمنه وکړه چې، د ښاریانو ستونزو ته به اړینه رسېدنه کیږي او ویې ویل چې، برابرې پراختیا په کتو اوس مهال د ښار په کچه د یو شمېر مهمو پروژو چارې پیل شوې دي او ډېر ژر به د لسګونو نورو چارې هم پیل شي. ورته مهال د یادو ناحیو اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ وروستۍ کړنې وستایلې او کابل ښاروال ته یې د نوموړي د غوره کړنو له امله د عزت پګړۍ ور په سر کړه.
کابل ښاروال د پنځمې، شپږمې او دوولسمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو سره وکتل!
14 اسد 1403