الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو حشر ترسره شو!

14 اسد 1403

12650.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او د څلورمې ناحیې د یو شمېر مشرانو او ښاریانو په ګډون د یادې ناحیې په کچه د ونو او زرغونو سیمود خړوبولو حشر ترسره شو . د یاد حشر ګډونوالو ژمنه وکړه چې، د خپلو سیمو ړ زرغونتیا او خړوبولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.

د څلورمې ناحیې مرستیال سید احمدشاه افضلي د حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ونو او زرغونو سیمو ساتنه او خړوبول یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې ټول ښاریان باید لاس په کار شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي مدیر محمود واحدي د ګډو کارونو په ارزښت او ښاري کلتور په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ګډ کارونه زموږ له ملي ارزښتونو او دودونو ګڼل کیږي او اړتیا ده چې، ټول په ګډه د ونو او زرغونو سیمو خړوبولو او ساتلو ته پام وکړو. د یادونې وړ ده چې، د اوړي په دې ګرم موسم کې باید د ونو او زرغونو سیمو خړوبول هیر نه کړو، ځکه زرغونې سیمې د انساني په ژوند کې حیاتي رول لري.